په يمن کي د ډيريو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی
په يمن کي د فاتحي پر مراسمو په هوايي بريد کي د ډيريو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی
ويل شوي چي له بريد وروسته ډيری ټپيان، په ښه توگه د درملني د نشتون له امله مړه شوي او په دوی کې داسې کسان هم شته چي د کورنۍ ډيری غړي يي له لاسه ورکړي دي
د اکتوبر میاشتې په اتمه نیټه، د یمن په پلازمینه صنعا کې د فاتحې پر مراسمو د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف په هوایي برید کې په سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې له دوه زره پنځه لسم کال وروسته یې ساری نه وو لیدل شوی.
الوتکو هغه ځای په نښه کړ کوم چې د کورنیو چارو وزیر د پلار د فاتحې مراسم پکې روان وو، چې له امله یې یوسل څلویښت کسان ووژل شول او له شپږ سوه ډير نور ټپیان شول. اوس ددې ټپیانو د کورنیو غړي وایي چې په ښه توګه د درملنې د نشتو له کبله ډيری ټپیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
علينصر راويشان – “په دې پیښه کې زما څو کاکا ګان او ماما ګان ووژل شول پلار مې ټپي شو او زه اوس د خپل نیکه کره ژوند کوم.”
نصر صالح راويشان – ” وروستی پیښې دا وښوده چې د یمن په روغتونو کې درمل شتون نلري ډيریو ټپیانو د امکاناتو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. له پیښې وروسته ټپیان په ډير بد حالت کې وو او د عملیاتو خونې شتون نه درلود. زما اتیا تنه خپلوان په دې پیښه کې ټپیان شوي دي.”
په یمن کې د جګړې له پیلیدو وروسته دا تر ټولو خونړۍ برید وو چې تر سره شو. د یمن جګړه چې دوه کلنۍ ته نږدې شوې د لسو زرو کسانو، چې له دریو دوه برخې یې ماشومان دي، د وژل کیدو لامل شوې ده.
ددې جګړې له امله بنسټیزې پروژې ویجاړې شوې او په میلیونونه یمنیان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي.