د ناليدونکو له نړيوالې ورځې نمانځنه وشوه!
د ناليدونکو له نړيوالې ورځې نمانځنه وشوه!
اوس مهال ۴۰۰۰۰۰ هيوادوال د ليدني له نعمته بي برخي دي هر کال ددوي په شميره کي ۲۵۰۰۰ ډيروالی راځي د ټولني دا وگړي د زدکړو او بوختيا په برخه کي له ډيريو ستونزو سره مخ دي خو ددوی په وينا دولت تر اوسه ددوي د ستونزو د هوار لپاره هيڅ ډول گام ندي پورته کري
په کابل کي د ناليدونکو يا سپيني لکڼې له نړيوالي ورځي نمانخنه!
هرکال د نالیدونکو په شمیره کې پنځه ویشت زره کسان ور ډیریږي چې لوی لامل یې روغتیا ته نه پاملرنه، د سترګو پر وړاندې بیغوري او جګړه ښودل شوې ده.
د ټولنې دې برخې ته د د دولت جدي نه پاملرنې، هغه هیوادوال چې د لیدنې له نعمته بې برخې دي، د زکړې اوبوختیا په برخو کې له ډيریو ستونزو سره مخ کړي دي. د یو شمیر دې ډول کسانو په وینا حتی په ټولنه کې د ځینو نورو کسانو له لوري له ځورونې سره هم مخ کیږي او دوی داسې احساس کوي چې د ټولنې پر اوږو بار دی.
په کابل کې د تغذیې او زدکړو د موسسې ریس ډاکتر استی وین هغه کسان چې د سترګو له لیده بې برخې دي د هیواد مشران یاد کړل وویل: دا ډول کسان په ریښتینې توګه د خپل هیواد ستونزې درک کوي او د ستونزو د هواری په برخه کې ریښتینې ګامونه پورته کوي.
ده د خپل هیواد یعني د سویلي کوریا یادونه وکړه وویل، ددوی په هیواد کې جګړه د کوریا د دوه برخو د ویشل کیدو او د دوه میلیونو کسانو د وژل کیدو لامل شوه او دې جګړې ډيری ستونزې رامنځ ته کړې چې ډيری قربانیان یې هغه کسانو وو کوم چې سترګو یی نه لیدل.
خو دده پّ وینا، په سویلي کوریا کې په دې شعار سره چې زدکړې ځواک دی ستونزې کابو کړې. استي ون په دې مراسمو کې له نالیدونکيو وغوښتل ترڅو د علم په زدکړې سره، ځان او نورو ته دا ورو وښیي چې څه ډول پر ستونزو بریالي کیدای شي.