په کابل کې د وسله وال برید له امله ۵ امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کابل کې د وسله وال برید له امله ۵ امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل کې پنځو امريکايانو ته مرګ ژوبله اوښتې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د يو وسله وال کس په ډزو کې يو بهرني سرتيري وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وويل، چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ يوولس بجې د ريشخور په فرقه کې رامنځ ته شوې ده.

د وزيري په وينا يو وسله وال کس چې پوځي يونيفورم يې پر تن و، د غوڅ ملاتړ ماموريت پر سرتېرو ډزې کړي، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

امريکايي ځواکونو هم دغه پېښه تأييد کړې ده او ويلي دي، چې يو امريکايي سرتيری او يو غير پوځي د يو ناپيژندل شوي مهاجم په حمله کې د ايتلاف ځواکونو يوې اډې ته نژدې ووژل شول.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼې کې راغلي دي، چې حمله کوونکی هم په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

خبر پاڼه وايي، چې يو امريکايي سرتيری او دوه امريکايي غير پوځيان په دې پېښه کې ټپيان شوي دي، چې د ټپيانو حالت اوس ښه دی.

ناټو او د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چې ددې پېښې د څرنگوالي په هکله پلټنې پيل شوي دي.

د ياد بريد مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *