په سهند کې ۹۳ مدرسې له ترهګرزو ډلو سره اړیکې لري

په سهند کې ۹۳ مدرسې له ترهګرزو ډلو سره اړیکې لري

پاکستانۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼه ټربیون وايي، په سهند کې د کره استخباراتي معلوماتو له مخې ۹۳ مدرسیې شته چې د ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو لري.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، ایالتي لومړي وزیر مراد علي شاه امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د هغو مدرسو په وړاندې اقدام وکړي چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیلې دي.

د ایالت په کچه په یوه غونډه کې د مراد علي شاه له قوله ویل شوي، دوی به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د بې ګناه خلکو وینه توی کړي ، له مقدسو او یا مذهبي ځایونو د همدا ډول فعالیتونو لپار کار واخلي.

ورځپاڼه زیاتوي، ټاکل شوې دغه عملیات د عاشورا له څلویښتۍ وروسته پيل شي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *