په وردګو ولایت کې طالبانو پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي

په وردګو ولایت کې طالبانو پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي

د میدان وردک ولایتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو نن سهار د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ او د ولایت د مرکز پورې په مربوطو یو شمیر سیمو کې په دولتي تاسیساتو بریدونه کړي چې په ځینو برخو کې لا هم جګړه روانه ده.

هم طالبانو او هم د میدان وردک ولایتي چارواکو ویلي، چې د طالبانو د پیل شوو بریدونو له امله د کندهار – کابل او کابل – بامیان ترمنځ لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

ښاغلي منګل وویل ” نن سهار وختي د سید اباد ولسوالۍ اړوند سیمه او همدارنګه د میدان ښار اړوند ځینې سیمې دي چې دښمن په کې تحرکات پیل کړي دي، خو په وخت امنیتي ځواکونه دغو ساحو ته رسیدلي او د دښمن د تحرکاتو مخه یې نیولې ده، په ځینو سیمو کې اوس هم لا جګړه روانه ده، حالات په بشپړه توکه د افغان امنیتي ځواکونو په کنټړول کې دي”.

د میدان وردګ د والي ویاند وویل، چې وسله والو طالبانو د سید اباد په ولسوالۍ کې یو کوچنی پل نړولی چې ورسره د کابل کندهار لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

هغه وویل چې افغان امنیتي ځواکونو هم په ځینو سیمو کې په جګړه کې د ملکي وګړو د ایساریدلو د مخنیوي لپاره لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

د میدان وردک ولایتي چارواکي وایي تر څلورسوو پورې وسله وال طالبان د میدان ښار باندې په برید کې برخه لري.

پخپله طالبانو د میدان ښار د نیولو لپاره د خپلو پیل شوو عملیاتو په هکله ویلي چې ددغو عملیاتو په پیل کې یې میدان ښار ته غځیدلې ټولې لویې لارې بندې کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي یو بیان کې ویلي چې میدان ښار یې محاصره کړی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *