د کندوز ښار دویم ځلي سقوط یواځې د برېښنا برخې ته ۲ میلیونه ډالر زیان اړولی

د کندوز ښار دویم ځلي سقوط یواځې د برېښنا برخې ته ۲ میلیونه ډالر زیان اړولی

 د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د لس ورځنۍ نښتې په پایله کې د دغه ریاست یو انبار سوځېدلی دی.

د دې ریاست رییس وویل، چې په دې انبار کې ۶۴ کوچني او ستر ټرانسفرمرونه، ۵۳ بستې کېبل او د ۲۰ کیلو ولټي برېښنا پروژو سیمونه سوځېدلي چې پر وینا يي، دغه تجهیزات د کندوز ښار ۱۹ زره کورنیو ته برېښنا رسولو له پاره په پام کې نیول شوې وه.

د کندوز د برېښنا رییس زیاتوي، چې له طالبانو نه د کندوز ښار پاکولو یوه اونۍ وروسته، د دغه ښار اوسېدونکیو ته د برېښنا رسولو بهیر فعال شو؛ خو د دغه ریاست انبار کې د تجهیزاتو سوځېدلو له امله ۱۹ زرو کورنیو ته د برېښنا رسولو بهیر ځنډول شوی.

دغه راز، د کندوز یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په جګړه کې ښکېلو لورو د څو ورځنۍ جګړې پر مهال عامه ودانیو او د برېښنا نظام ته هېڅ پام ونه کړ او زیانمن يي کړل.

 

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *