د یوه بلقوه ولسمشر لپاره ذهني وېره ، آیا هیلري کلنټن به تاب راوړی شي؟
د یوه بلقوه ولسمشر لپاره ذهني وېره ، آیا هیلري کلنټن به تاب راوړی شي؟ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یولس ورځي پاتې دي او د سرشمیرنو له مخي ډېري ګمان کیږي چې په دي ټاکنوکې به هیلري کلنټن بریالې توب حکایت کوي. نو له دي مخې د دموکرات ګوند لپاره دغه وروستې ورځي د یو کابوس یا هیریدونکې خوب په شان اوښتي. نو په داسې حالاتو کې دونالډترامپ د سرشمیرنو دغي پایلې ته خورا دقت څخه کار اخلې او په اکوادور کې دلندن سفارت چیري چې د ویکې لکس مشر اوسېدوځاي ده په تمه ده. په دي وروستیو کې د هغو ایمیلونو او سرورونو چي په ځانګړي توګه د کلنټون له لوري خپاره شوي او له دی کار څخه د بارک اوباما خبرتیا اغلې میرمن کلنټون پر تبلیغاتي کمپاین باندی بده او منفي اغیزه کړي ده. د دي ایمیلونو ترڅنګ د هیلري کلنټون تبلیغاتي څانګې مشر هماعابدین میرمن ځانګړي ایمیلونه هم راسربیره شوي دی او د کلنټن لپاره یی تازه سرخوږي پیداکړي چې باید تازه قانوني څیړنې باید وشي. د امریکا اف بی آی وایې چې دغه ایمیلونه یې راخلاص کړي او ګمان کیږي چی ترڅیړنو وروسته به پایلې یي د کلنټون ملاتړ کوونکو پر رایي ورکونې باندی منفي اغیز وکړي او رایی ورکوني په برخه کې به کلنټون ته خورا ضربه ورسیږي. تر دی مهاله پوري ۳۵۰۰۰ زره محرمانه یا پټ ایمیلونه څیړل شوي او خپاره شوي خو بلخواه ویکې لکس وایې تر نیږدي راتلونکو ورځو پوري به ۱۵۰۰۰ زره نور ایمیلونه هم خپاره کړي. جولیا آسانژ د ویکې لکس مؤسس یا جوړونکې وایي ، د دي ایمیلونو په خپریدو سره به قانوني لاره جوړه شې ترڅو میرمن کلنټن بندي شي. د کلنټن په ټاکنیزو کمپاینونو یا جرړلو باندی دغه ضربه هغه وخت وارده یا ولګېده چې ویکې لکس له لوري د دیموکرات ګوند له خوا ولاړي نوماندي پر وړاندي داسی شواهد ترلاسه او خپاره کړل چی ډيري لوړپوړو امریکایي چارواکو د نوموړي بریالیتوب په برخه کې له نوموړي سره مرسه کړي وه. د دي ترڅنګ ویکې لکس د سندرز له لوري هیلاری کلنټن سره مالي مرستې افشا ګري هم کړي. او په پای کې ویکې لکس هڅه کوي ترڅو د کلنټون پر نوماندي باندي خپله وروستې ضربه ووهي. او دا ریښتنې خبره ده چی کلنټون تر دي مهاله د دغو ځانګړو خپاره شویو ایمیلونو اړوند کوم ځواب نلري او نه یی هم کو ځانګړي ځواب ورکړي نو له دي ښکاري ې پر هیلاري کلنټون باندي د اف بی آی پوري شوي تور به د نوموړي پر تبلیغاتو باندی خورا سخت منفی اغیز وکړي او نوموړي دامهال یوه نوي کړکیچ سره مخ شوي. د امریکا ولسمسریزو ټاکنو ته یولس ورځی پاتي دی او دغه لړي نور پای ته ورسیږ، خو یو مهم یا اړین سوال د ټولو په ذهنونو کې پر ځای پاتي ده چې امریکا یان به هغو دوو نوماندانو څخه باید یو غوره کړي چی ټولو سره یی د درغلیو او فساد په اړه مالومات شریک شوي او ټول په دوي باندی خبر شوي دی؟ آیا په دی هیواد کې هیڅ کوم داسی کس شتون نلري چی اقتصاد او خلاقي اخلاقو څخه برخمن وي او دوی هغه ته د ولسمشری رایه وکاروی؟ بی اخلاقي او جنسي تاوتریخوالي د ترامپ او په مدیریت کې پاتي راتلل او درغلي د کلنټون امریکایان له رایی ورکوني څخه زړه توري کړي دی. د امریکا ټولنه به دغو سوالونو یا پوښتنو ته آیا ځواب ورکړاي شي مګر په داسې حال کې چې دوی د دغو دواړو نوماندانو ساختار یا جوړښت پر وړاندي کوم نوی ګام پورته کړي. دوی باید په دغو ګوندونو باندي نوي ساختارونه یا جوړښت غوره کړي او ولس ته یی وروه پیژني. ولس یی باید غوره کړي نه دا چی پر دوی باندی په زور سره وتپل شي نو له دي مخي د دوی دموکراسی هم تر سوال لاندی زي.