د سوريې دولت وسله والي مخالفې ډلې له حلبه د ملکي کسانو د وتلو مخنيوی کوي
د سوريې دولت وسله والي مخالفې ډلې له حلبه د ملکي کسانو د وتلو مخنيوی کوي ملگرو ملتونو هم ويلي له دي امله چي په دي ښار کي امنيت ډاډمن ندی نشي کولاي اړو کسانو ته مرستي ورسوي
د سوریې دولت او روسیه له څو لارو ملکي کسانو او د دولت وسله والو مخالفینو ته د وتلو اجازه ورکوي. په دې لارو کې موټر او امبولانسونه په آزاده توګه تګ راتګ کوي او دا لارې تر ډيره امنې دي. خو پّ دې ښار کې وسله والې ډلې د ملکي کسانو له وتلو مخنیوی کوي.
له دې سره ملګرو ملتونو ویلي ویلي د ناامنیو له امله نشي کولای په حلب کې له اړو کسانو سره مرستې وکړي .
محمد مشارقه- ” وسله والې ډلې د خلکو د وتلو مخنیوی کوي او د تلاشۍ پوستې یې رامڼخ ته کړې دي او خلکو په خپلو وسلو سره ګواښي د بتح الشام او نصرت جبهه د خلکو مخنیوی کوی او مونږ په دې سیمه کې د ناامنیو له امله نشو کولای اړو کسانو ته مرستې ورسوو حتی خلک چمتو دی تر څو د پیسو په ورکړې سره له دې سیمې ووځي.”
جنزليرکي- “مونږ تر اوسه د مرستو رسولو لپاره ډاډمن نه یو او نشو کولای له ډاډ من امنیت پرته اړو کسانو ته ورستې ورسوو.”
په ورته حال کې د سوریې دولتي سرتیرو له دې ښاره د انځورنو په خپرولو سره ویلي چې دوی په عملیات کې د پرمختګ په حال کې دي ټاکل شوې ددې ښآر د نیولو لپاره د سوریې او روسیي هوایي بریدونه یو ځل بیا پیل شي حلب د سوریې هغه اقتصادي او ستراتیژیک ښآر دی چې د دواړو خواوو لپاره د اهمیت وړ دی او له پنځو کلونو راهیسې د دولت وسله والو مخالفینو په لاس کې دی.