د سوريې په حلب ښار کي د نښتو له امله په سلگونه کسان کډوالی ته اړ شوي دي

د سوريې په حلب ښار کي د نښتو له امله په سلگونه کسان کډوالی ته اړ شوي دي   دا کډوال وايي د وسله والو مخالفينو له لوري موټر بم چاودونو او له نښې پرته ډزو ددوی کورنه په وژل ځايونو بدل کړي دي

د سوریې دولت وسله والو مخالفینو په حلب کې د ځان ساتنې په موخه د اکتوبر په اته ویشتمه خپل بریدونه پیل کړي دي. له هغې مودې تر اوسه په دې نښتو کې له سلو ډير ملکي کسان وژل شوي او پنځه سوه نور ټپیان دي.

په دې سیمه کې د موټر بم چاودونو او وسله والو نښتو له امله هره ورځ ډيری کورنه ویجاړیږي او ډيری ملکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا حالات ددې لامل شوي ترڅو ډيری سوریان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شي.

غالب یوه له هغه کسانو څخه دی چې څه موده وړاندې یې په یوه کوچونۍ اداره کې په کار بوخت وو خو اوس نه هغه اداره پاتې ده او نه دده د اوسیدو ځای.

غالب- “زه د ادارې په پاکوالي بوخت یم څرنګه چې تاسو وینۍ دا ځای په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی مونوکار کولو او ژوند ته اړ یو کیدای شي په نوي حلب کې د ځان لپاره کار او د ژوند ځای پیدا کړو.”

حلب د سوریې یو له مهمو اقتصادي ښارونو څخه شمیرل کیږي او دا ښار د ښکیلو خواوو لپاره ډير اهمیت لري د سوریې په جګړه کې چې پنځه کلنۍ څخه اوړي، پکې دوه سوه اویا کسان وژل شوي او دډې هیواد ډيری ښارونه د حلب په څیر وران شوي دي.

 

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *