نړیوال وجهي صندوق مصر ته ۱۲ میلیارد ډالر پور ورکوي
نړیوال وجهي صندوق مصر ته ۱۲ میلیارد ډالر پور ورکوي
د مصر د مرکزي بانک مشر طارق عامر د مصر “الشرق الاوسط” ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل، د پور د لومړي پړاو ورکړه د بانک د بهرني پولي واحد رامنځ ته شوې ستونزه حل کړي.
مصر تر ډېره بهرني پولي واحد ته اړتیا لري، ځکه چې د سونتوکو په رانیولو کې پر بهرنیو پیسو راکړه ورکړه کوي.
د پیسو د نړیوال وجهي صندوق اجرایوي شورا وړاندې هوکړه کړې وه چې مصر ته به د ۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پور ورکوي.
دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، دا پور په دې شرط ورکول کېږي چې “د اقتصادي اصلاحاتود پروګرام ملاتړ ورباندې وشي.”
له ۲۰۱۱ کال راهیسې کله چې د عرب پسرلي په بهیر کې مصر کې پاڅونونه پیل او پخوانی ولسمشر حسني مبارک له واکه وغورځول شو، دغه هېواد له مخ پر ځوړ اقتصادي حالت سره مخامخ شو.