د محمد مرسي د اعدام سزا لغوه شوه
د محمد مرسي د اعدام سزا لغوه شوه
د مصر سترې محکمې د مصر د مخکیني منتخب ولسمشر محمد مرسي د مرګ سزا لغوه کړې ده. محمد مرسي په ۲۰۱۱ کال د پاڅون پرمهال د زندان د ماتولو په تور په لومړۍ محکمه کې په اعدام محکوم شوی و. نوموړی په ۲۰۱۲ کال د مصر ولسمشر وټاکل شو، خو د واک پرضد یې یو کال وروسته لاریونونو په لړ کې د پوځ له خوا وپرځول شو. پر مرسي د ترهګرۍ اړوند تورونه هم ولګول شول او په عمري بند محکوم شو. مصر: د اخوان المسلمین ۱۰ مشران په مرګ محکوم شوي. د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي ته د عمري زندان سزا ورکړله شوې. د مصر د عالي دېوان د ننني حکم پربنسټ، ښاغلی مرسي یوځل بیا له زندانه د تېښتې په تور محاکمه کېږي. ښاغلی مرسي د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ میاشت کې د وادي النظرون له زندانه وتښتېد او له بهرنیو اورپکو سره له زندان نه د تېښتې په همکارۍ هم تورن شو. مرسي د اخوان المسلمین ګوند غړی دی.
محکمې د اخوان المسلمین ګوند د پنځو نورو مشرانو د اعدام سزا هم لغوه کړه. په دوی کې د دغه ګوند لارښود او مشر محمد بدیع هم دی.
د روان کال په پیل کې د مرسي د اعدام سزا د مصر د قضايي ارګانونو د مشر او لوی مفتي شوقي ابراهیم علام له خوا تایید شوی و.