د شپږمې امنيتي حوزې د ۶ تنو چارواکو د ندې ځندول شوي

د شپږمې امنيتي حوزې د ۶ تنو چارواکو د ندې ځندول شوي

د کابل د شپږمې امنيتي حوزې د ۶ تنو چارواکو د ندې ځندول شوي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د کابل د ۶ امنيتي حوزې د يو شمېر چارواکو دندې يې ځنډولې دي.

د ياد وزارت د مالوماتو له مخې د شپږمې امنيتي حوزې د آمر، د حوزې د جنايي آمر، د استخباراتو د آمر، له ترهګرۍ سره د مبارزې د آمر، د کشف د آمر او د منطقوي کنټرول د آمر دندې ځنډول شوي دي.

کورنيو چارو وزارت همدارنګه خبر ورکړی، چې د پېښې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی او هدايت ورته شوی، چې خپلې موندنې ژر تر ژره شريکې کړي.

د کابل د شپږمې حوزې په باقرالعلوم مدرسه کې د دوشنبې ورځې پر غرمه بريد وشو، چې څه باندې ۳۰ تنه يې ووژل او شاوخوا ۸۵ تنه نور يې ټپيان کړل.

ياد بريد هغه مهال وشو، چې په مدرسه کې د محرم د عاشورا ۴۰مه ورځ نمانځل کېدله او سلګونه خلک هلته راټول شوي و.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *