روسیه په امریکایي پولیسو وسله پلوري
روسیه په امریکایي پولیسو وسله پلوري
د امریکا امنیتي ځواکونو په خپل تشکیل کې روسۍ تفنګچې نېولې دي. د «تیخ ماش» د شرکت د رسنیزو چارو ددفتر مشر په دې هکله وايي:«د امریکا د آریزون د ایالت د پولیسو قوماندانانو د «اوسا» په نوم روسې تفنګچې پیرودلي دي. د وروستیو څو کلونو په اوږدو کې دا لومړنۍ پیښه ده، چې د امریکا امنیتي ارګانونو په رسمي توګه د روسۍ وسله اخلي. اوسمهال د نورو ایالتونو د پولیسو د قوماتدانانو سره هم ددغو تفنګچو د اخیستلو په هکله خبرې روانې دي». په دې هکله د خبر له مخې دا هم ویل کېږي، چې ددغو ۶۰ تفنګچو د جملې څخه لومړنۍ او۱۰ زره ګولې د آزمایښت لپاره ورسپارل شوي دي.