په یونان کې رضاکاران له کډوالو سره مرستې کوي
په یونان کې رضاکاران له کډوالو سره مرستې کوي
داسې معلومیږي چې د بریتانیې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو په سر تړون، چې د مارچ په میاشتې کې شوی و، د ماتیدو په حال کې دی. خو په یونان کې داسې خلګ هم شته چې د ترکیې نه ورغلو مهاجر سره خواخوږي لري او مرسته ته یې اماده دي.
تیر کال په لسګونو زره مهاجر د سکالا په نوم یو وراغلل. کلی د ترکیې نه یوازې څو کیلومتره لیري پروت دی. د ساحل سره نږدې د ژغورنې ځنی هغه جاکټونه پراته دي چې په تیرو څو کلنو کې د ترکیې نه وتلو مهاجرینو اغوستل چې د سمندر په لار یونان ته ورسیږي.
خو اوس، د مهاجرو په سر د ترکیې او د اروپايي اتحاد موافقه دغه سیمې ته د مهاجرو ورتګ کم کړې دی.
د هغه وخت نه چې د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان دا خبره وکړه چې موافقه به لغوه کوي، کلیوال مرسته کوونکي ځانونه تیاروي ترڅو مهاجر وژغوري او مرسته ورسره وکړي چې ژوند یې په خطر کې وي. ریچارډ هرډ د همدې کلي یو رضاکار دی او وایي داسی احساس کوي چې که اردوغان وغواړي نو د انساني قاچاق مخه نیولی شي، او یا که وغواړي نو سرحدات خلاصولی شي او په زرګونو کسان را استولی شي.
د آتن په شمال کې یوه کردي سوري مهاجره خپل ماشوم ته درمل ورکوي
په یوشمیر کب نیونکو کې چې د مهاجرو سره یې مرسته کوله یو یې د نوبل د جایزې ګټونکی ستراتوس والیاموس و چې د ډیر شمیر خلګو ژوند یې ژغورلی و. والیاموس وایي چې د اروپا او ترکیې ترمنځ موافقه دا ښيي چې ستونزه په سیاستمدارانو کې ده نه په مهاجرو کې. هغه پدې باور دی چې اروپا او ترکیه په خلګو لوبې کولې چې دی هم په دغو خلګو کې شامل دی او فکر کوئ چې ترکیه او اروپا يي د سترنج د پياده غوندې بولي.
د مهاجرو بحران د یونان د لیسوس په نوم کلي د توریزم صنعت ته هم تاوان رسولی دی. اوس ویره شته چې د مهاجرو ورتګ به بیا شروع شي، خو په عین وخت کې داسې نښې نښانې بیا نه شته چې د اروپا د نورو سیمو په شان دې دلته د مهاجرو خلاف احتجاجونه وشي.