آنتونيو گوترس د يو لړ مراسمو پر مهال د لوړي مراسم تر سره کړل
آنتونيو گوترس د يو لړ مراسمو پر مهال د لوړي مراسم تر سره کړل
گوترس په نري کي د اوسنيو ستوزنو د هواری لپاره د يوه نوښت لرونکي پلان رامنځ ته کول اړين ښودلي دي ټاکل شوې نومه وړی د جنورۍ له لومړۍ څخه خپل کار پيل کړي
ګوترس د لوړې په مراسمو کې وویل: د سوریې یمن سوډان له ستونزو نیولې بیا د اسرایلو او فلسطین تر منځ تر ستونزې هواری ته د یوه نوي نوښت لرونکي پلان رامنځ ته کول اړین دي.
ده ویلي: زه د خپلې دندې له مخې دې ته چمتو یم ترڅو په هغه سیمو کې د ستونزو د هواری لپاره کوتلي ګامونه پورته کړم کوم چې ځپل شوې دي.
د ملګرو ملتونو ټاکل شوې نوي لوی منشي په نړۍ کې د چین اهمیت ته په نغوتې سره ویلي، چې دا هیواد باید د راتلونکو پلانونو ګډونوال پاتې شي.
ګوترس یو فعاله او کارنده سیاسي کس ښودل کیږي چې کولای شي په ملګرو ملتونو کې د بیلا بیلو نظرونو ترمنځ په ښه توګه همغږي وکړي.
ګوترس اوه شپته کلن دی او مخکې له دې یې د ملګرو ملتونو په اداره کې د کډوالو ځانګې مشري کوله او د پرتګال لومړی وزیر هم پاتې شوی دی او اوس مهال هڅه کوي ترڅو د سوریې ستونزې ته یوه حل لاره رامنځ ته او ددې هیواد شخړو ته د پای ټکی کیږدي.
نومه وړی د دوه اویا کلن بانکي مون ځای ناستی ټاکل شوی او د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به پر خپل کار پیل وکړي. د پانک مون پنځه کلنه دوره د روانې میاشتې په وروستیو کې پای ته رسیږي.