په اسلام آباد کې د احمدیانو جومات ویجاړ شوی دی

په اسلام آباد کې د احمدیانو جومات ویجاړ شوی دی

زرګونه سوني مسلمانانو د احمدیانو پر یو جومات برید کړی او سوځولی یې دی.

په اسلام اباد کې زرګونه کسان د مسلمانانو د پیغمبر د میلاد نمانځنې ته راټول شوي وو چې غوڅه یې راوپارېدله او د احمدیانو پر جومات یې برید وکړ.

برید د اسلام اباد په څنډو کې د چکوال په ولسوالۍ کې شوی دی، د دغې ولسوالۍ مرستیال کمېشنر، محمود جاوید، وايي چې په برید کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي، خو دقیقه شمېره یې نه ده ورکړې.

برید کوونکو د جومات ځینو برخو ته اور هم اچولی دی، چې بیا پولیسو خلک له سیمې وشړل او حالت یې کابو کړ.

د پاکستان پارلمان په ۱۹۷۴ کال کې احمدیان غیر مسلمانان اعلان کړل او له هماغې راهېسې اسلامپالي پرې وخت ناوخت بریدونه کوي.

میرزا غلام احمد په ۱۹ پېړۍ کې د هند په لویې وچه کې د احمدیه مذهبي ډله جوړه کړه چې پلویان یې اوس غلام احمد پیغمبر بولي، او همدغه ټکی یې د نورو مسلمانانو سره د اختلاف اصلي ژرړه ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *