د مصر ولسمشر د روس د سفير قتل له دهشتګردۍ څخه د ترکيې د ملاتړ نتيجه
د “منصة الشباب” پاڼې د رپوټ له مخې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د يو پېغام په جاري کولو سره د روس د سفير د وژلې د پېښې په اړه د روس حکومت او ولس ته تسليت او تعذيت ووايۀ.
السيسي په دغه پېغام کښې چې د هغۀ په فېس بک پاڼه کښې خپور شوے دے د روس له حکومت او ولس سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره يې اميد ظاهر کړے دے چې د ترکيې حکومت به د سوريې د دوسيې په وړاندې په خپلو سياستونو کښې بيا نظر وکړي ځکه چې د هغه د وېنا له مخې دا پېښه په سوريې کښې له فعالو دهشتګردو ډلو څخه د ملاتړ يوه نېغ په نېغه نتيجه ده.