د حقيقي مالکانو په غلي کولو باندې د قدس د غاصب رژيم ټينګار

د اسرائيلو په کېنېسټ کښې د عربي لېسټ ځينو سرچينو د قدس په جوماتونو او د شنې ليکې په دننه کښې د بانګ د خپرېدو د منعې د قانون د اصلاح د پروژې د طرحې لپاره د ښي پالو ګوندونو له نيت څخه پرده اوچته کړه.

د دغې اصلاحيې مطابق په خاصه توګه په قدس او هغو ښارونو کښې چې زيات يهوديان پکښې اوسيږي د سحر د بانګ د خپرېدو منعې مطرح شوې ده.

دغو سرچينو تاکيد وکړ  چې د دغې طرحې اصلاحيه د ليکوډ ګوند او د يهودو کور نومې ګوند لخوا رامنځته شوې ده او د اسرائيلو د پارليمان د غړيو په موجودګۍ کښې مطرح شوې ده چې په راتلونکو ورځو کښې په اجرائي پروګرام کښې شامله شي.

کېنسټ د بانګ د خپرېدو د منعې د قانون تصويب د يهوديانو له کليساو څخه د شيپور شنبه چې د جمعې په شپه خپريږي له منعې څخه د اندېښنو په  وجه وځنډوۀ.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *