عرب او اروپائي هېوادونو په عراق کښې د ترکي سرتیرو شتون غندلی دی

عربو او اروپائي هېوادونو د عربو د اتحاديې او اروپاېي اتحاديې د بهرنيو چارو د وزيرانو په څلورمه ګډه غونډه کښې د عراق په خاوره کښې د ترکيې فوځي مداخلتونه او موجودګي وغندله.

د ذکر شويو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د داعش دهشتګردې ډلګۍ جنايتونه سخت وغندل.

هغوي له دهشتګردۍ سره په مبارزه کښې د عراقي ځواکونو د کاميابيو ستائېنه وکړه او د عراق په خاوره کښې د ځينو بهرنيو هېوادونو په مداخلتونو يې نيوکه وکړه.

عربو او اروپائي هېوادونو له عراق څخه په ملاتړ کښې د خپلې پابندۍ په اعلانولو سره  عراقيانو ته د انساندوستانه مرستو په ورکولو باندې تاکيد وکړ.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *