ماديات پالنې د کريسمس مفهوم او مانا تر اغيزې لاندې راوستلې ده

ماديات پالنې د کريسمس مفهوم او مانا تر اغيزې لاندې راوستلې ده

د نړۍ کاتوليکانو مشر پاپ فرانسيس له دې سره ددې ورځې پر انساني اړخونو ټينگار کړی دې  ده دا څرگندونې په واتيکان کي د کريسمس په وياړ په غونډه کې کړې دي

د نړۍ کاتولیکانو مشر په خپلو خبرو کې وږیو کسانوته او هغه کسانو ته چې د جګړې له ګواښ سره مخ دي، د ځانمرګو بریدونو، کډوالۍ او د سوریې د حلب ښار د اوسیدونکو په څیر چې له ناخوالو سره مخ دي یادونه کړې ده.

ده ویلي، نړیوال له یوه بل سره نږدې کیدو ته اړ دي او باید په دې برخه کې بدلون رامنځ ته شي. ده د تیر کال ستونزو  ته چې په روان کال کې یې هم دوام درلود نغوته کړې ده.

پاپ فرانسيس- “نن هم د تیر ناخوالې لیدل کیږي. په روان کال کې د نوي کال جشن په داسې حال کې پیلیږي چې مادیاتو ته پاملرنه ډيره او حضرت عیسی ته لږه شوې ده. ځکه مادیات پالنې معنوي څراغونه تر اغیزې لاندې راوستلي دي او ډالیو ته مو ډیرې پاملرنې اصله مسله څنډې ته کړې ده. دا مادیات پالنه کریسمس تر اغیزې لاندې راوستلی او له دې بنده باید خلاصون ته مخ شي.”

پاپ تیر کال له کډوالو سره پر خواخوږۍ ټینګار کړی وو او مسیحیانو ته یې وویل، دا په یاد وساتئ  چې مسیح په خپله یو کډوال وو.

دا مراسم تر کلک امنیتي چمتوالي لاندې تر سره شوي او له دې داسې ښکاریده  چې په غونډو کې د بریدګرو شتون ډيری کسان اروپایان ویرولي دي. ددې غونډې ګډونوالو د عیسی ع له زوکړې چې کرسمیس له مهمو پیښو څخه شمیرل کیږي نمانځنه کړې ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *