د موساد له افسرانو د آل خليفه مرستې تر لاسه کول

ويکي ليکس سائيټ د بحرين د فرورۍ د څوارلسمې د انقلاب د ځپلو لپاره د موساد له جاسوسي ادارې څخه د بحرين د آل خليفه له مرستې اخېستو پرده اوچته کړه.

منامه پوست د ويکي ليکس سائيټ په نقل سره وليکل، معاريو صهيونېسټي ورځپاڼې په يو رپوټ کښې دا خبره په ډاګه کړې ده چې د بحرين استخباراتي ادارې په دغه هېواد کښې د فرورۍ د څوارلسمې د ولسي انقلاب د ځپلو لپاره د اسرائيلي رژيم له جاسوسي ادارې موساد څخه مرسته اخېستې ده، ځکه چې موساد د فلسطينيانو د انتفاضې په ځپلو کښې زياته تجربه لري.

ويکي ليکس سائيټ په خپل رپوټ کښې د بحرين د بهرنيو چارو د وزير خالد بن احمد آل خليفه موقف ته اشاره وکړه چې په  ځلونو يې په مېنځني ختيځ کښې د ساز باز د چلند د پرمختګ په خاطر د صهيونېسټ رژيم له وزيراعظم بنيامين نتانياهو سره د کتنې لپاره د خپلې آمادګۍ څرګندونه کړې ده.

هاآرتص صهيونېسټي ورځپاڼې هم په دې وروستيو کلونو کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډو په څنډه کښې او په ډيوووس اقتصادي غونډه کښې د آل خليفه  او صهيونېسټ رژيمونو ترمېنځ پټو تعلقاتو او له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۳ کاله پورې موده کښې په امريکه کښې د بحرېن د باچا لخوا د دغه هېواد د سفير په توګه د يهودي ډېپلومېټ هدی عزرانون انتخاب ته اشاره وکړه.

د ګارډين او اينډي پنډېنټ دوو برطانوي ورځپاڼو د ليکنې له مخې بحريني مسئولانو د صهيونېسټ رژيم  د الوتکو شرکتونو ته د بحرين هوائي حريم د استعمالولو اجازه  ورکړې ده او په بحرېن کښې د صهيونېسټانو لپاره سفارتخانه او تجارتي دفترونه جوړ کړې شوي دي او اسرائيلي سېلانيانو ته په اسرائيلي مهر لرونکو پاسپورټونو سره بحرېن ته د ننوتلو اجازه ورکړې شوې ده.

د ويکي ليکس د نقل له مخې د بحرين باچا “حمد بن عيسى آل خليفه ”  تاکيد کړے دے چې د منامې  او تل ابيب ترمېنځ په امنيتي سطح کښې يو لړ روابط موجود دي او آل خليفه رژيم او موساد په استخباراتي زمينه کښې له يو بل سره ارتباط لري.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *