له دې وروسته په امريکا کي دموکراسي له گواښ سره مخ ده

له دې وروسته په امريکا کي دموکراسي له گواښ سره مخ ده. د امريکا ولسمشر بارک اوباما د مخه ښې په مراسمو کي له دي سره د خپلي واکمنۍ لاسته راورنو ته نغوته کړې، ويلي يي دي، په تيرو اتو کلونو کي يي په امريکا کي ټوله پاملرنه د تبعيض نه رامنځ ته کيدو برخي ته ځانگړې کړې وه او په بهرني سياست کي يي د امريکا امنيت لپاره ديري هڅې  کړې دي

بارک اوباما د امریکا  څلور څلویښتم ولسمشر او لومړی تور پوستی کس وو چې ددې هیواد د ولسمشر په توګه ټاکل شوی او په لومړنیو ټاکنو کې یې په شیکاګو کې د خپلې بریا اعلان وکړ. خو تیره شپه یې په همدي ښار کې خپلو شلو زرو پلویانو ته د مخه ښې وینا واوروله. دده په خبرو کې له خلکو د مخه ښې او له ده وروسته د امریکا په هکله خبرداریو ته نغوته شوې ده.

باراک اوباما- “د روښانه او زمونږ د ژوند کولو د لارې ساتنه یوه اړتیا ده. دیموکراسي به لړزانده شي کله چې مونږ له ویرې سره مخ شو. نو له دې مخې د یوه هیوادوال په توګه څرنګه چې مونږ له بهرني ګواښ سره مخ یو  له دې سره کورنیو ارزښتونو ساتنه هم باید وکړو. دا یواځینۍ دلیل وو چې په تیرو اتو کلونو کې ما د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کاوه.

د ځورونې  او د ګوانتانامو بندخوو په پای ته رسیدو مې ټینګار کړی او د کورني قانون د سمون لپاره لاس په کار شوم. دا یواځینۍ دلیل وو چې په امریکا کې د مسلمانانو پر وړاندې تعبعیض مې مردود ښودلی دی.”

اوباما، له کیوبا سره د اړیکو ښه والي، له ایران سره د اټومي پلان په هکله هوکړه ، د خپلو هیوادوالو لپاره د روغتیا بیمې رامنځ ته کول له خپلو مهمو لاسته راوڼو څخه وشمیرل. اوباما ویلي په تیرو اتو کلونو کې یې هڅه کړې ترڅو په امریکا کې د مسلمانانو پر وړاندې تبعیض له منځه یوسي، له بې عدالتۍ سره مبارزه وکړي، اقتصاد ته وده ورکړي او په ریښتینې توګه په دې هیواد کې دیموکراسي پلې شي.

له دې سره ده د خپل ځای ناستې له لوري داسې کړنو ته چې  کیدای شي تر سره شي، نغوته کړې ده.

اوباما د خپلو ټاکنیزو مبارزو پر مهال  بلي مونږ کولای شو  شعار ورکاوه خو د مخه ښې په مراسمو کې یې وویل چې هو مونږ کولای شو خو دا په راتلونکې حکومت اړه لري.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *