د بحرين د “جو” مرکزي جېل د حالاتو سختوالے

د بحرېن يو سماجي کارکن چې د پانسۍ حکم ورته اورول شوے دے په جو نومې جېل کښې د قېديانو د ډېرو بدو حالاتو خبر ورکړ.

منامه پوسټ وېپاڼې رپوټ ورکړ: د بحرېن د يو سماجي کارکن چې د آل خليفه د عدالت لخوا ورته د پانسۍ حکم اورول شوے دے مېرمن زېنب محمد وويل: له يوې هفتې بې خبرۍ وروسته د جنوريۍ په پينځمه نېټه محمد رمضان په ټيلفوني تماس کښې د جو نومې جېل د ډېرو بدو حالاتو خبر ورکړ چې قېديان ورسره لاس او ګرېوان دي.

مېرمن زېنب محمد د خپل خاوند په حوالې سره وويل: د جېل عملې له قېديانو ټول وسائل او جامې وغېره اخېستې دي او ورسره ډېر بد سلوک کوي.

دغه قېدي سماجي کارکن وويل: امنيتي ځواکونه هره ورځ درې ځل په چغو، غصې، دړکو او رعب اچولو له قېديانو تفتيش کوي.

د بحرين د بيا نظر کولو عدالت محمد رمضان او حسېن علي موسی چې په الدېر کښې د يو پوليس د قتل په چټي تور نيول شوي دي د پانسۍ حکم او د لسو نورو کسانو عمر قېد تائيد کړے دے

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *