په جوزجان ولایت کې په لس کلن ماشوم جنسي تیری کوونکی ونیول شو
د جوزجان ولایت پولیس وایې: یو ۲۵ کلن سړی یې، په یوه لس کلن ماشوم د جنسي تیري کولو په جرم نیولی.
د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشی خاوری میانه خبري اژنس ته وویل: د دغه ۱۰ کلن ماشوم د کورنۍ د شکایت په اساس دوې بریالي شوي، چې په دغه کوچني تیری کونکی شخص ونیسي.
د هغه پر وینا نیول شوي شخص د شبرغان ښار په جنګل باغ سیمه کې په دغه عمل لاس پورې کړی دی.
ښاغلی خاشي وایې: نیول شوي شخص په خپل جرم اعتراف کړی او د نوموړي دوسیه اوس مهال عدلي او قضایې ادارو ته استول شوې ده.