هسکه مېنه کې ۱۱ داعش وسله وال ووژل شول او د دوی د درملو ډيپو او پټنځایونه لمنځه يوړل شول
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل:د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ کې تېره ورځ د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د دوو ډلمشرانو په ګډون ۱۱ داعش وسله وال ووژل شول او د دوی د درملو ډيپو او دوه پټنځایونه لمنځه يوړل شول.
د خوګیاڼي پر وینا دغه هوايي او ځمکني بريدونه د دې ولسوالۍ د مياجي بابا، کچله او اوروت خانې په سيمو کې تر سره شوي.
همدا راز خوګیاڼی وایې د دغو بريدونو په ترڅ کې د يادې ډلې يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي او يو شمېر نورې امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
دوالي د ویاند په خبره ورته وخت کې ګډو افغان ځواکونو په پچير اګام ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يو شمېر وسلې ترلاسه کړي دي.