په لغمان ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک خاورې میانه خبرې اژانس ته وویل د تېرو دوو ورځو راهیسې افغان ځانګړو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند په سنګره دره کې د مخالفینو پر پټنځایونو، خاص هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

د ځواک پروینا د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر دې دمه درې تنه مخالفین وژل شوي، دوه یې زخمیان او یو شمېر مشکوک هم افغان ځانګړو ځواکونو ژوندي نیولي دي.

د والي ویاند زیاته کړه  د دې تر څنګ په دغو عملیاتو کې د وسلوالو مخالفینو هغه زندان چې د کلونو راهیسې په کې یو شمېر بې ګناه خلک په بد حالت کې ساتل کېدل هم د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري مات شوی او شا و خوا دېرش بندیان یې ترې ازاد کړي.

د یادونې وړ ده چې د لغمان د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د الینګار د سیند ختیزې څنډې ته د مرکز اړوند تر پنج پای سیمې پورې د کلیو د تصفیې او تلاشۍ په موخه د سیلاب ۱ نمبر ۲۳ چاڼیز عملیات دوام لري.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *