ننګرهار کې چاودنې ۳ ملکي وګړي و وژل

د ننګرهار چارواکي وایې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار دویمې حوزې مربوطاتو کې د یو هوټل په دویم پوړ کې د حصارک ولسوالۍ د مخورو په دفتر کې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې چاودنه رامنځته شوې،چې له امله یې ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل د یادې پېښې په وژل شو  کې دوه د حصارک ولسوالۍ قومي مشران ملک ظفر او ملک جلیل هم شامل دي او د پېښې د دواړو ټپيانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

دا په داسې حال کې ده،چې نن سهار امنیتي ځواکونو د یادې حوزې په مربوطاتو کې یو بل ماین له چاودنې وړاندې کشف او خنثی کړ.

د یادې  پیښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *