د افغانستان د خلکو دروغتیایي خدمتونو لپاره د “سلام زندګي”په نوم پرمختللی اپلیکیشن

د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د روغتیایي خدمتونو لپاره د “سلام زنده ګي” په نوم یو اپلیکیشن جوړ کړی دی چې په انلاین ډول به خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
د سلام زنده ګي اپلیکیشن چې اریا میډیکا شرکت جوړ کړی دی تیره ورځ دوشنیه د کب په (۷ نیټه)په کابل کې په یولړ مراسیمو کې په رسمې ډول ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.
د عامې روغتیا وزیر په دې اړه وویل د هیواد اوسیدونکې ددې اپلیکیشن په واسطه کولای شي چې ټول روغتیایي مرکزونو سره د انټرنیټ له لارې په مستقیم ډول اړیکه ونیسې او روغتیایي سلا مشورې او لارښوونې تر لاسه کړي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د خبرو په دوام وویل ددې ګټور اپلیکیشن په وسیله به په روغتیایي خدماتو کې شفافیت او چټکوالی راشي ،ددې پروګرام څخه ټول روغتیایي سکتورونه کار اخیستلی شي.دموثریت ،بهبود او چټکوالي په برخه کې ترې اخیستل کیږي او همدارنګه د شفافوالې سره مرسته کوي اوسمهال په دوه روغتونونو کې ترې کار اخلو چې یوه یې صحت طفل او بل شیخ زاید روغتون دی.
د سلام زنده ګي اپلکیشن د ناروغانو جزیات ثبت کوي او د ناروغ د پیژندلو لپاره چې کوم کارت ورکول کیږي،بل ډاکټر چې په هر ځای کې وي نشي کولای چې د ناروغ بې اجازې کار ولرې.
د اریا میدیکا نهاد مسؤول په دې اړه وویل ،سلام زنده ګي د بریښنایي اطلاعاتو یو ډیټابیس دی چې کولای شي د عامې روغتیا وزارت سره چې دقیقو علایمو ته اړتیا لري کومک وکړي.او همدارنګه کولای شي چې د عامې روغتیا وزارت لپاره د میرګیو او نورو مرګونو ناروغیو د علاج لپاره لپاره سرچینه وګرځې.
له بله پلوه د عامې روغتیا وزیر وایي چې د کابل روغتونونه په پخوانیو وختونو کې دیو میلیون خلکو د نظر کې نیولو په اساس جوړ شوي دي او اوس د اوسنې پینځه میلیونه خلکو تر څنګ د ولایاتو څخه زیات ناروغان هم مرکز ته راځي د مرکز ډاکټران د اضافي کار او کمې تنخوا تر فشار لاندې کار کوي چې د خلکو د ناخوښۍ سبب ګرځیدلی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *