ننګرهار کې اورلګیدنې دوه کسانه مړه او درې نور ټپیان کړل
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل: د دغه ټانکر اور د ټانکر نږدې هټیو ته اوښتی او له امله يې شاوخوا ديرش دوکانونه هم سوځېدلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وويل، چې نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د تورخم- جلال اباد پر لويه لاره د بهسودو ولسوالۍ اړونده د رينګ روډ دوه سرکې سيمه کې د تيلو يو ټانکر اور اخېستی.
هغه وايي، اور په ټانکر پسې د نښلول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوی دی.
نوموړي وايي، دغه اور لګېدنه کې دوه کسانه مړه او درې نورټپيان کړې دي، چې د يوه حالت نازک ښودل شوی.
خوږياڼي زياته کړه، د اور لمبې نږدې دوکانونو ته رسېدلي، چې له امله يې ۳۰ څخه زيات دوکانونو هم اور اخېستی او ميليونه افغانۍ زيان يې اړولی دی.
د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د اور وژنې ډله سيمې ته رسېدلې او د اوو بجو په شاوخوا کې اور مهار شوی دی.