په نایجریا کې د بوکوحرام تروریستي ډلې په برید کې ۹۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده
رسنیو راپور ورکړی دی چې په نایجریا کې د بوکوحرام په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي او له ۸۰ څخه زیات کسان پکې ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،دغه برید تیره شپه ددې هیواد د شمال ختیځ په مایدوګوري ښار کې رامنځته شوي دی.
تر اوسه د مایدوګوري د اطرافو د بالي شوا او بالي کورا په سیمو کې ۱۸ جسدونه پیدا شوي دي.
ددې راپور پر اساس د برید قربانیان د نایجریا د فوځ د ځواکونو او د بوکوحرام د وسله والې ډلې د نښتې د رامنځته کیدو له وجې د تیښتې په هڅه کې وو.
بوکوحرام د نایجریا یوه وسله واله ډله ده چې د ۲۰۰۲ کال په جنورۍ کې رامنځته شوي ده او لوې فعالیتونه یې ددې هیواد په شمال ختیځ پورې تمرکز لري مګر دوې د نایجریا په مختلفو ښارونو او ګاونډیو هیوادونو کې عملیات سرته رسوي.
دغې تروریستي ډلې په کراتو د ښوونځیو زده کوونکي له ځان سره برمته کړي او په دغه هیواد کې یې تروریستي بریدونه سرته رسولي دي.