د مجاهدینو پر وړاندې د توهین د مخنیوي قانون مشرانو جرګې له لوري تصویبیږي
د هیواد د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل چې دې ادارې د هیواد دمجاهدینو په وړاندې د توهین د مخنیوي د قانون طرحه تر کار لاندې نیولي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې مشر ویلي دي چې دې ادارې د مجاهدین د سپکاوې څخه د ساتلو په سبب د قانون یوه طرحه تر کار لاندې نیولي ده چې د هغې پر اساس هر هغه کس چې مجاهدینو او ملې شخصیتونو ته سپکاوې وکړي د هیواد عدلې او قضایي ادارې به له هغې سره قانوني چلند وکړي.
د مشرانو جرګې مشر د خبرو په دوام کې وویل چې د غویي له اتمې وروسته یو کم شمېر مجاهدین د څوکیو لپاره وجنګیدل او د جرمونو مرتکب شول چې په هیڅ ډول د بخښنې وړ نه دي،مګر دا په دې مانا نه دي چې ټول مجاهدین همداسې دي.
د فضل هادي مسلمیار د خبرو پر اساس د مجاهدینو په لیکو کې د اشخاصو ظلم او خیانت باید خلک په مجاهدینو پورې ونه تړي.
په همدغه حال کې فضل هادي مسلمیار زیاته کړه چې د غویي اتمه دې باید هر کال په هیواد کې د مجاهدینو د بریا د ورځې په توګه ولمانځل شي.
په داسې حال کې ددې قانون د طرحې خبرې تر غوږو کیږي چې د شنبې ورځ( غویي ۸) د هیواد یو شمېر مجاهدینو د مجاهدینو د شپږویشتمې کالیزې د لمانځلو په مراسمو کې د حزب حرکت اسلامې مشر محسني ته د ” لوې مجاهد” لقب ورکړ او د هغه له ملا څخه یې توره وتړله.