اردوغان ته د ترکیې د لمړي وزیر او د وزیرانو د پلاوې ټولو اختیاراتو سپارل
د ترکیې د نوې حکومت د دستور له مخې ،د لمړي وزیر او د وزیرانو د پلاوې ټول اختیارات د دې هیواد نوي جمهور رییس ته سپارل کیږي.
د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې د ترکیې د نوې حکومت د ۴۷۷ ګڼه فرمان له مخې تیره ورځ چهارشنبه د چنګاښ ۱۳ مه د لمړي وزیر او د ترکیې هیواد د وزیرانو ټول مسوولیتونه د دغه هیواد نوې جمهور ریس رجب طیب اردوغان ته سپارل کیږي چې دغه خبر د ترکیې په رسمي ورځپاڼو کې هم خپور شوی دی.
په دې اساس د ترکیې د جمهوري ریاست د سوګند ترسره کولو د مراسمو وروسته به د جولای په اتمه د ترکیې د جمهورې ریاست نوی سیستم د پارلماني او لمړي وزیر د سیستمونو ځای ونیسي چې دا د دغه هیواد په تاریخ کې عطفي ټکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې لمړي وزیر بنعالي ییلدیریم د دغه هیواد د جمهوري ریاست سیاسي نظام په تغیرولو سره ددې هیواد وروستی لمړی وزیر وو چې خپلې وروستۍ کتنې یې په دې طرف کې د اسماعیل قهرمان،د پارلمان رییس او د فوځ د ګډې رهبرۍ رییس خلوصي اکار سره ترسره کړې او له دې لورې څخه یې خدای پاماني وکړه.