په افغانستان کې د تور سازمان د پټ مامور وژنه

څه موده وړاندې د امریکایي فوځ د نظامیانو څخه یو تن ووژل شو چې د تور سازمان مامور وو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تسنیم خبرې شبکې څخه په نقل،امنیتي سرچینو ویلي دي چې یو تن امریکایي نظامي کریستوفر سلز چې څه موده وړاندې په پکتیا ولایت کې ټپي شوی وو او بیا ووژل شو د “پټ سازمان” مامور وو او د ترهګرو د وژنې او نیولو لپاره افغانستان ته راغلی وو.

۳۲ کلن کریستوفر سلز د امریکا د فعال سرتیرو او د تور سازمان د مامورینو له ډلې څخه وو چې د افغانستان خاورې ته د طالب ترهګرو د وژلو او د هغوې د نیول کیدو لپاره راغلی وو.

د امریکا  دفاع وزارت د راپور پر اساس دغه هیواد په افغانستان کې د ۱۵ زرو څخه زیات نظامي ځواکونه لري چې د “غوڅ ملاتړ” د ځواک د نامه لاندې د افغان نظامیانو د روزنې،سلا مشورې او د جګړې په سیمو کې له هغوې څخه ملاتړ لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ترهګرو سره د مبارزې ګمارل شوي ځواکونه د ” ازادۍ ساتونکو” په نوم یادیږي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *