ټرامپ له ایران سره له کوم قید او شرط پرته خبرو ته حاضر شو
د امریکا جمهور رییس ټرمپ تیره ورځ په یوه خبرې کنفرانس کې د ایټالیا د لمړي وزیر سره له لیدنې وروسته څرګنده کړه” زه حاضر یم چې له کوم قید او شرط پرته د ایران له حکومت سره خبرې وکړم”.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ټرمپ په دغه خبرې ناسته کې وویل چې باید ایران ته د هستوې وسلو د لاسته راوړنې موقع ورنه کړل شي او زه چمتو یم چې پرته له کوم قید او شرطه د ایران د حکومت سره خبرې اترې وکړم.
ټرمپ همدغه راز څرګنده کړه هرکله چې ایران اماده شي زه پرته له کوم شرطه له هغوې سره ملاقات او خبرې اترې کوم چې دا د ایران او نړۍ لپاره ښه ده. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي هم په یوه خبرې ناسته کې اعلان کړی دی چې امریکا له ایران سره مذاکراتو ته میلان لري. قاسمي زیاته کړیده چې د ټرمپ په سیاستونو کې د معاملاتو او خبرو اترو امکان نه وي او د ټرمپ سیاستونه راښایي چې امریکا د باور وړ نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د غویي په ۱۸ مه نیټه په یو اړخیز ډول له برجام څخه بهر شو او ویې ویل چې په ایران باندې به له سره بندیزونه ولګوي.