د ملي اردو محمد عمر په نوم اتل سرتېرې د خپل ژوند په قربانۍ د سلګونو وطنوالو ژوند وژغور
د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې لیکل شوي په ننګرهار ولایت د بهسودو پل څېرمه څلور لارې کې نن ماښام نږدې د محمد عمر په نوم د ملي اردو یو قهرمان سرتېري چې یو کس یې تر شک وروسته پلټو او د پلټنې پر مهال پوه شوی وو،چې ځآنمرکی بریدګر دی،په غیږې ورکول سره یې د شهادت لوړ مقام خپل کړ .
د خبر پاڼې له مخې یاد سرتېرې د غیږې په ورکولو سره بریدګر د خلکو د ګڼې ګونې څخه بهر ویستلو،چې په همدې حال کې شاوخوا ۱۸ کلن بریدګر په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې،چې په ترڅ کې د محمد عمر په نوم یاد اتل سرتېرې خپل ژوند قرباني کړ،خو په سیمه کې د سلګونو وطنوالو او نورو سرتېرو ژوند وژغورو .
خبر پاڼه زیاتوي په دې پېښه کې څلور سرتېرې او یو ملکی وګړی هم ټپيان شوي دي،چې د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي .