په سپینه ماڼۍ باندې د برید مخه ونیول شوه
د امریکا فدرالي پولیسو،دداسې یوه شخص د نیولو خبر ورکړی دی چې د ټانک ضد توغندي په واسطه باندې یې په سپینې ماڼۍ د برید قصد درلود.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ،«اف بي ای»ویلي دي چې د امریکا د «جورجیای» ایالت د چارواکو څخه د «هاشم جلال تاهب» په نوم کس په اړه د راپورونو اخیستلو وروسته چې د مشهورو ځایونو له ډلې په سپینې ماڼۍ یې د برید نیت درلود دغه کس نیولی دی.
د فدرال پولیسو یو تن غړي چې د تاهب سره یې اړیکه نیولي وه؛ د نوموړې څخه په نقل تورن کس نیت درلود د امریکا د حساسو برخو له ډلې په سپینې ماڼۍ او د ازادۍ په مجسمه برید ترسره کړي.
دغه تورن کس د سپینې ماڼۍ د غربي برخې د نقشې په ښودلو سره چې ددغه هېواد د جمهور رییس دفتر هلته موقعیت لري د «اف بی ای» دغه غړي د نوموړې څخه د چاودیدونکو توکو او تجهیزاتو د ځای پرځای کېدو غوښتنه کړي ده.
«هاشم جلال تاهب» د تیر کال د مارچ د میاشتې راهیسې د افراطي افکارو او اقداماتو له وجې د پولیسو تر څار لاندې وو.