ننګرهار کې درې ځانمرګي بريدګر نيول شوي
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ننګرهار ولايت ملي امنيت رياست له لوري د دوو پاکستانيو په ګډون درې ځانمرګي بريدګر نيول شوي او د دې ولايت پر يوې مهمې ادارې د بريد مخه ونيول شوه.
خبر پاڼه وایې د ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار او شينوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د دوو پاکستانيو په ګډون هغه درې ځانمرګي بريد ګر نيولي، چې د دې ولايت پر يوې مهمې ادارې يې د ډله ييز بريد پلان درلود.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان غلام جان، مسلم او ساجد نوميږي، چې ور سره له چاوديدونکو توکو ډک دوه واسکټونه، د ماين کپسولونه، کمپيوټر او نور توکي هم نيول شوي دي.
په ورته وخت کې د يادې ادارې له لوري د مومندرې په ګردي غوث سيمه کې د عمر په نوم تن پر کور ځانګړي عمليات تر سره شوي، چې په ترڅ کې يې ۲۴ ميله کلاشنکوفونه، لس تومانچې، څوارلس زره اويا فيره بېلابېل ډوله مرمۍ، دوه ديرش شاژورونه، اويا د موټرونو جعلي پليټونه او نهه کلچې چرس ترلاسه شوي دي، چې د عمر نيولو هڅې هم روانې دي.
خبرپاڼه زیاتوي نيول شويو مجرمينو په خپلو کړنو اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې د نورو څيړنو لاندې دي.