د ځان وژونکو بریدونو اووه پلان جوړونکي او  یو موټر بمب له مینځه ویوړل شو

د پولیسو ځانګړیو ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د ځان وژونکو بریدونو د طرحې او پلان جوړولو یو مرکز له مینځه وړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت نن ورځ( وري ۱۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تیره شپه د«شورکي» په کلې کې ددغه مرکز د له مینځه وړلو لپاره عملیات ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه مرکز کې د ځان وژونکو بریدونو اووه پلان جوړونکي او یو موټر بمب چې ځان وژونکي بریدونو ته چمتو وو،له مینځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د یوه اندازه مهماتو ،چاودیدونکو توکو او جنګي وسایلو سره یو ځای یو موټر هم ددغه مرکز څخه ترلاسه شوی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *