ننګرهار کې د ۱۵ داعش وسله والو وژل کیدل
ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۵ داعش وسله والو وژل کیدل.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار ولایت مطبوعاتي د فتر د یوې خبرپاڼې په خبریدو سره وایې ؛ د دې ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پنځلس داعش وسله والو د ووژل کیدو ترڅنګ د دوی تر لسو زيات مرکزونه لمنځه يوړل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو بر سنګاني سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو چاڼيز عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې لس داعش وسله وال وژل شوي او د دوی تر لسو زيات مرکزونه لمنځه وړل شوي دي.
ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې د عملياتو پرمهال تر پنځلسو زيات داعش وسله وال وژل شوي او د دوی تر لسو زيات هغه مرکزونه، چې په کې يې د بريدونو پلانونه جوړول لمنځه وړل شوي دي.
همدا راز د دغه عملياتو پرمهال د داعش وسله وال ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.
د عملياتو پرمهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.