د الینګار ولسوالۍ، امنیه قومندان په چاودنه کې و وژل شو
د لغمان چارواکي وایې د دې ولایت الینګار ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان پر موټر د سرک غاړې ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله د الینګار ولسوالۍ امنیه قومندان او درې سرتېرې یې وژل شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن سه شنبه د غویی په ( ۱۷) نیټه له غرمې وړاندې شاوخوا یولس بجې د الینګار ولسوالۍ اړوند د مسکین اباد په سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لورې د سرک غاړې ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله د الینګار امنیه قومندان ډګروال ” سید عارف سادات ” او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دی.
دولتزی زیاتوي په دې چاودنه کې د الینګار ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اړوند دوه سرتېري ټپیان شوي هم دي چې اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. او روغتیایې وضعیت یې د ډاډ شودل شوی.
د دې چاودنې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.