ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ غزګي سيمه کې نن سهار شاوخوا لس بجې او ديرش دقيقې د ټوډي او ډاټسن موټرونو جنګيدو په پېښه کې څلور تنه مړه او درې ټپیان شوي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د مومندرې ولسوال نسيم شينواري د معلوماتو په اساس ټوډي ډوله موټر د تورخم او ډاټسن موټر جلال اباد پر لوري روان و، چې ياد پېښه رامنځته شوې.
د دې پېښې له امله په ټوډي موټر کې د يوې مېرمنې او موټر چلوونکي په ګډون څلور تنه، چې ټول لويان دي مړه شوي دي.
همدا راز په ډاټسن ډوله موټر کې د موټر چلوونکي په ګډون درې تنه ټپيان شوي، چې د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې.