د ارګ په وړاندې د سپیدار جدي اختلاف؛ هيڅ یوه اداره د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د ګوښه کولو حق نه لري

د ارګ پر وړاندې د اجراییه ریاست اختلاف  له ټاکنیزو هلوځلو وروسته جدي شوی او دمګړۍ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند  په خپل ځای پاتي کیدو او ګوښه کیدو په اړه تازه مرحلې ته داخل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،تیره ورځ جمهوري ریاست ارګ اعلان وکړ،  چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته ورپیژندل شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني وړمه ورځ د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه د غیر مسوولانه څرګندونو له امله له دندې ګوښه کړی و.

مګر له دې وروسته اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې اقدام غبرګون وښود او په څرګنده یې وویل تر څو چې د ټاکنو پایلې مالومې شوي نه وي د بهرنیو چارو د وزارت ویاند به خپل کار ته دوام ورکوي.

د سپیدار په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي صبغت الله احمدي د سولې د پروسې څخه په ملاتړ سره د بهرنیو چارو وزارت دریځ بیان کړی دی.په دې اړه انتصابات او ګوښه کېدل یوازی کولای شي د ټاکنو سره تړلي وګڼل شي.بناءً نوموړی به د ټاکنو د پایلو تر نهایي کیدو پورې خپل کار ته دوام ورکوي. »

اجراییه ریاست ویلي دي چې بهرني سیاست اړونده موضوعات او په دې مهمو مواردو کې د افغانستان د دولت موقف په لوړه سطحه بحث او توافق ته اړتیا لري تر څو د حکومت ټولې برخې له یوه واحد موقف څخه برخمند وي او پر یوه غږ خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني هم په څرګنده ویلي دي چې ددې ادارې ویاند خپل کار ته دوام ورکوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *