د کابل یو سازمان شوی خطرناک مجرم ونیول شو
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ او کابل ښار د دولسمې حوزې تر مینځ سیمه کې یې د «هودخیل»په نوم یو خطرناک سازمان شوی مجرم نیولی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې ضمیر چې په «هودخیل» مشهور وو، د نیول کیدو پر مهال د پولیسو سره نښته کړي او ټپي شوی دی.
د نوموړي پر وینا،«هودخیل» د کابل ښار یو له سازمان شوي مجرمینو څخه وو او د کابل ښار په ګڼو جرمي پیښو کې ښکیل دی.
رحیمي وایي چې دې شخص له مختلفو تکتیکونو څخه په کاراخیستنې سره جنایتونو همدارنګه وسله والو غلاوو،لاروهنې او چور ته لاس ورته کړی وو چې د بګرامۍ ولسوالۍ او دولسمې امنیتې حوزې تر مینځ سیمه کې د پولیسو سره په وسلواله نښته کې ټپي او ونیول شو.
له نوموړي څخه یوه عراده کرولا موټر ،یو میل کلاشینکوف،یو میل تفنګچه او نظامي لباس هم ترلاسه شوی دی.