د غور د خلکو اعتراض په «مشروط» ډول پای ته ورسید

د غور ولایت معترضان او عدالت غوښتونکي وایي چې په دغه ولایت کې د وروستیو اعتراضونو او دولتي ادارو د دروازې تړلو ته یې د جمهور رییس له لورې  ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې د سند تر توشیح کولو پورې د پاې ټکی کیښودې دی.

د «راه روشني» د غورځنګ ویاند نثاراحمد کوهین د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې نن سهار(سلواغې۱۲) یې په مشروط ډول خپل لاریونونه پاې ته رسولي دي.

نوموړي څرګنده کړه د حکومت له لورې  په ولسي جرګه کې د غور د خلکو د استازو په ګډون د ګډ پلاوې سره له خبرو وروسته ورسره ژمنه وشوه چې د غور لپاره به ۴۰ کیلومتره لمړی درجه سړک او د ۵ میګاواټه پر ظرفیت سولرې بریښنا تامین شي.

کوهین ټینګار وکړ چې د دولت ددې ژمنې په ځواب کې یې خپل اعتراض پاې ته رسولی ،د دولتي ادارو دروازې یې پرانیستي او د ولایت مقام له مخې څخه یې د پرلت خیمه یې خپل رسمي دفتر ته لیږدولي ده.

د «راه روشنی»غورځنګ ویاند زیاته کړه چې د ولسمشر له لورې د بودیجې د سند توشیح کولو تر وخته پورې خپل اعتراض پاې ته رسوي او په هغه صورت کې چې تر دغه نیټې پورې ورسره ترسره شوي ژمنې عملې نه شي،بیا به د دولتي ادارو دروازې قلف او اعتراض به له سره پیل کړي.

نوموړې څرګنده کړه چې په کراتو، کراتو د حکومت او د هغوې مشرانو پر ژمنو غولیدلي دي او دا ځل به ونه غولیږي.

ویل کیږي چې شاوخوا اووه کاله وړاندې حکومت د فیروز کوه د ښار په شاوخوا کې د «پوزه لیچ» بریښنا بند جوړولو پرانیسته وکړه، دغه بریښنا بند د څلور میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت درلود چې لا تر اوسه بشپړ شوی نه دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *