په عراق کې چارواکي وایي د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنیګالیو تکریت ښار ته نژدې د امنیتي ځواکونو پر یو مرکز بریدونه کړي او لږ تر لږه ۱۲ تنه یې وژلي دي.

چارواکي وايي په برید کوونکو کې ځانمرګي او نور وسله وال شامل وو8EDD38B9-5595-4B89-81CE-B66B9742D579_mw1024_s_n.

برید په یکشنبې په ورځ وشو او هدف یې هغه پولیس ځواکونه وو چې د پوځ په ځانګړي مرکز کې روزل کېدل.

د ملېشو یو ویاند محمد ال سورجي وویل چې برید ګرو د شپې ناوخته پر مرکز برید وکړ، خو د هغه په خبره ځايي ملېشو بېرته په شا وتنبول.

هغه وویل “پولیسو اووه بریدګر ووژل، خو دریو نورو یې ځانونه والوزول. په ۱۲ وژل شویو کسانو کې درې افسران دي”.

د ښاغلي سورجي په خبره په دغه برید کې ۲۰ نور پولیس ژوبل شوي هم دي.

په سیمې کې نورو امنیتي سرچينو هم د اسوشټیټ پرس خبري اژانس ته د پېښې پخلی کړی دی او داعش یې مسولیت منلی دی.

دغه مرکز د بغداد په ۱۶۰ کیلو مېترۍ کې دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *