د عراق دفاع وزارت له داعشه د موصل ښار دنيولو ددې هيواد شمال ته په سلگونه ځواکونه استولي دي

په دي ځواکونو کي قبايلي وسله وال او سرتيري هم شتون لري او له زغره والو پوځي توکيو سره به د موصل سويل په مخمور کي ځای پر ځای شي

موصل د عراق دوهم لوی ښار دی چې اوس مهال د داعش په لاس کې دی داعش دا ښار د تیر کال په دوه زره ځوارلسم کال کې نیولی وو0,,18616829_303,00.

د حکومت له لوري ددې ښار نیول ډير ستونزمن کار دی او د ریپوټونو له مخې اوس هم په ډې ښار کې یو میلیونه کسان ژوند کوي.

د حکومت عراق ژمنه کړې چې په روان کال کې به دا ښار د داعش له وسله والو پاکوي چې له مخې یې په مخمور سیمه کې چې د موصل په اویا کیلو متری کې پروت دی او تیره ورځ دې مرکز ته په سلګونه نور سرتیري هم استول شوي دي.

خالد عبیدی په لاره اچول شویو مراسمو کې ویلي په روان کال کې دولت ددې ښار نیولو ته ژمن دی او اوس مهال په دې هکله د چمتوالي په حال کې دی.

خالد عبيدي -” مونږ دلته د هغه سرتیرو په منځ کې شتون لرو کوم چې د موصل ښار د نیولو لپاره د چمتو والي په حال کې دي دا ځواکونه د نینوا په ولایت کې ځای پر ځای کیږي مخکې له دې هم درې کنډکونه سیمې ته رسیدلي الحمد الله زمونږ چمتوالی او د سرتیرو مورال عالی دی.”

عبیدی زیارته کړې: د کردستان حکومت مخکین مرګي ځواکونه به هم د موصل ښآر په نیولو کې مهم رول لوبولی دی، د پوځ سربیره به قبایلي ځواکونه هم په ډې جګړه کې ونډه ولري.

عبیدي د حشد اشعبي چې یو ولسي ځواک دی په دې عملیاتو کې یې د رول په هکله ویلي: په دې هکله به لومړی وزیر حیدر عبادي پریکړه کوي.

په دی وروستیو کې ولسي ځواک د داعش په ماته کې مهم رول لوبولی دی. له بل لوري امریکایي چارواکیو له داعش څخه د موصل ښار نیول له ستونزو ډک ښودلي او د د عملیاتو پیلیدو لپاره یې د عراقي ځواکونو د چمتوالي پخلی کړی دی. عراقي ځواکونو دوه میاشتې مخکې رمادي ښآر د داعش له وسله والو پاک کړی وو.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *