په هلمند کې تازه نا امني له تیرو دریواونیو راهیسې دوام لري .

د هلمند تر تازه نا امنیو وروسته د قاطع ماموریت عمومی قومندان جنرال جان نیکولسن د ه ولایت ته تللی دی .

ددغه سفر وروسته امنیتي چارواکو ویلي چې په هلمند کې به د نظامي عملیاتو پر مهال ایتلافي ځواکونه افغان ځواکونو ته د ملاتړ د برابرولو لپاره خپل حضور زیات کړي .

په اوس وخت کې د قاطع ماموریت ځواکونه یوازې 6D91B79F-0A90-4669-909C-06ABDC08B0F0_w987_r1_sافغان امنیتي ځواکونو سره په شپینیوعملیاتو کې د اړتیا پر وخت مرسته کوي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن د هلمند د وروستي امنیتي حالت په اړه افغان ځايي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د قاطع ماموریت ځواکونه د افغان سرتیرو سره دثبات او امنیت په ټينګښت کې اوږه پر اوږه همکار دي .

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اودو قومندان جنرال محمد معین فقیري ددغو لیدو کتنو په هکله امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې بهرنیو ځواکونو د هلمند په جګړو کې افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده.

جنرال فقیري وویل” هلمند په نا امنه ولسواليو ځانګړي ډول د سنګین او مارجې عملیاتو کي د بهرنیو ځواکونو هوايي همکاري ډیره وه، چې لاس ته راوړنې یې هم ښه وې”.

د هلمند والي حیات الله حیات وویل چې پدې ولایت کې به تردې وروسته ځانګړو عملیاتو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ایتلافي ځواکونه برخه واخلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *