د یمن په هکله د افغانستان سیاست
افغانستان له نړیوالي ټولنې، ټولو اسلامي هیوادونو او حتی یمن، سره په خپل داخلي ژمنو سربیره ملګرو ملتونو ته هم تابع دی. پر یمن د عربستان برید په داسې حال کې د افغانستان په دکتورینو او بهرني سیاست کې مشروع او مجه ګڼل شوی، چې ملګرو ملتونو ددې بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده او پر یمنیانو یي هوایي بریدونه د نړیوالو او بشري حقونو د قوانینو پر خلاف ښودلي دي.
له بل لوري په بهرني سیاست کې د عربستان کړنلاره بریالی کړنلاره نه وه. عربي هیوادونو د منځني ختیځ په شخړو کې تر ډيره لاس نه درلود. په مصر کې د اخوان المسلیمین له نسکورولو نیولې بیا د سوریې تر مسئلې او همدارنګه په عراق بحرین او نور هیوادونه د لویدیځوالو د چلوټو ښکار شوي دي. په منځني ختیځ کې د ځواکمنو عربي هیوادنو مداخلې د عربي هیوادونو لاس ته ډیرې مالي او ځاني لګښتونه په لاس ورکړي دي. په داسې شرایطو کې هیڅ ډول بهرنۍ سیاست دا حکم نکوي چې افغاسنتان کې د یوی ماتې خوړونکي ستراتیژی ترځنګ ودریږي او د مغلوب لوري پلویتوب د وکړي.
د یمن ستونزو ډیره زر تیریدونکي ستونزه نه ده چې له مخې یي پای ته رسیدونکي پایلې تصور کړل شي. دا ستونزه د عربي هیوادونو او عربي سیمو تر منځ د اختلافاتو له کبله را ولاړه شوې ده چې تر ډیره به دوام ولري او د یوه عربي هیواد د تجزیي لامل به شي ځکه د دوه شمالي اوسویلي یمنونو تاریخ لري د یمن پخوانی حکومت په دې ټکې ښه پوهیږي او د بیلوالي شونتیا پیاوړې کوي.
په داسې حالاتو کې باید افغانستان د سالامي هیوادنو او یا په اسلامي نړۍ کې پلویتوب نه وی کړی او افغانستان نه یواځې د امینتي سیمه ایزو ایتلافونو یوه برخه وی بلکې ددې ستونزې د هواری لپاره یي باید د لارې لټوولو هڅې کړې وی. هغه هیوادونه چې تر ډيره ځواکمن نه دي باید ددې مسایلو یوه اړ ونه ټاکي او پر ځای باید د اسلامي هیوادونو ترمنځ د ستونزو د هواری حل لاره رامنځ ته کړي نه دا چې د کړکیچ د رامنځ ته کولو یوه برخه ووسي. ښه به دا وی چې افغانستان کې د اسلامي نړۍ او اسلامی هیوادونو ترمنځ د ستونزو د هوارۍ تګلاره خپله کړې وی او په دې مسایلو کې بې پلوه پاتې شوی وی.
په هر ایتلاف کې ګډون ځانته او بیلا بیلې پایلې لري. بهرني نوي عوامل د اغیزناکه هیوادونو د کورني سیاست کې ور داخلیږي او د ځواکمنو هیوادونو پلویتوب کمزوري هیوادونه زیانمنوي. ترهګریزو ډلو او د عربي سرچینو ته په کتو سره داسې شونې ده چې عربي هیوادونو ته د فغانستان له دې ډير نږدي کیدل به نوې پړواونه رامنځ ته کړي. چې پای ته رسیدل به یي ستونزو او پای ته نه رسیدونکي وي.