عربستان او یمن له افغانستان سره سیاسي نږدې والی نلري

عربستان او عربي سیمه چې یمن هم پکې راځي هیڅ کله د افغانستان په سیاسي برخه کې نږدي والی نلري چې دې ته نږدي ایتلاف وکولای شي د افغانستان په کورنۍ مسله کې په نیغه توګه اغیز ولري د جغرافیې له مخې له اعرابو سر هیڅ ډول پوله نلرو او حتی زمونږ سیمې ته نږدي شتون نلري نه قومي او نه هم جغرافیایي جوړښت مونږ له اعرابو سره یوځای کولای شي. یواځینۍ ګډ میراث اسلام دی او که چیرې له دې مخې یوالي ته مخه کړو په اسلامي ګد میراث کې د اسلامي همکاریو سازمان ټول هیوادونه او د اسلام ټول ملل په اسلامي ټولنه کې له مونږ سره ګډ ارزښتونه لري او د اسلامي هیوادونو ترمنځ په جګړه کې ونډه اخستل توجیه کیدای نشي

حتی که چیرې سیمه د اقتصادي ودې سیاسي نظام ماهیت او د تړلتیا کچې پورې تړلې هم وي   افغانستان له هیځ یوه عربي هیوادنو سره نږدي نه دی پروت او ګډه پوله نلري. د سیاسي نظام د ماهیت له مخې ټول عربي هیوادونه یو ډول سلطنتي نظامونه لري چې دموکراتیک نه دي او د افغانستان له نیم بندې دموکراسۍ سره تر ډیره توپیر هم لري. د تړلتیا له مخې که چیر عربي هیواده له افغانستان سره مرسته کونکي هیوادونه دي. دا مرسته د کچې له مخې له لسمو شمیرو لوړ مرسته کونکي هیوادونه شمیرل کیږي.

دې ټولو ته په کتو سره داسې ښکاري چې افغانستان په هیڅ ډول سره قادره نه دی چې د امنیتي کنسرت له مخې عربي هیوادونو زمونږ له هیواد سره هیڅ ډول ګډه پوله نلري چې له مخې یي افغان حکومت دا پریکړه کړې وي بلکې تر ټولو نږدي ټاکنه د سیمه ایزو هیوادونو سره د جوړجاړي او په اسلامي نړۍ کې د بې پلویتوب غوره کول دي. په داسې حال کې په بیروني مسایلو کې پلویتوب او د بهرنیو مسایلو ته داخلیدل به د بهرني سیاست پر وړاندې ډيری ستونزې رامنځ ته کړي. بله بلېې خوا، د افغانستان ژیوپولوتیک وضعیت ته په کتو سره د څو اړخیزو درلودنکي وضعیت څخه په وتلو سره په بهرني سیاست کې موخې ګټورې نه وي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *