د داعش په څیر د ډلو په رامنځ ته کولو کې یو شمیر اسلامي هیوادونو خیانت کړی

د داعش را څرگنديدو په هکله د ايران مشر(آيت الله خامنه اي) ويلي، يو شمير اسلامي هيوادونو خيانت کړی دی.

آيت الله خامنه اي، دا خبرې په تهران کې د ترکيې له ولسمشر سره د ليدني پر مهال کړې دي. د ايران او ترکيې ولسمشرانو هم په يوه خبري ناسته کې د خبرو له لاري د يمن ستونزې پر هواری ټينگار کړی دی.

د ترکېې له ولسمشر(رجب طیب اردوغان) سره د لیدنې پر مهال د ایران مشر(آیت الله خامنه ای) پر یمن د سعودي عربستان پر برید او د داعش په ډول د ترهګریزو ډلو په را منځ ته کیدو نیوکه وکړه وویل: ځينې اسلامي هیوادونو خپلې شتمنۍ او امکانات د دښمن په واک کې ورکړي او خیانت یي کړی دی.

دوی د یمن په څیر یو شمیر اسلامی هیوادونو کې د ستونزو ډیرښت ته په نغوتې سره ویلي: اسلامي جمهوریت په یمن کې له مداخلې سره مخالفت کوي او ایران په سوریه او عراق کې پوځيان نلري. د ایران مشر زیاته کړې: د منځني ختیځ په هیوادونو کې له روانو حالاتو اسرایل او امریکا خوښ دي او په سیمه کې د لویدیځ مداخله د اسلام او سیمې په زیان ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *